Pajhwok Afghan News

د کانونو وزارت: د شل میلیون ډالرو په ارزښت د قشقري څاګانو خام نفت وپلورل شول

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د سرپل د قشقري له څاګانو یې د شل میلیون ډالرو په ارزښت ۴۰۰۰۰ ټنه خام نفت وپلورل.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان پژواک ته وویل، دغه نفت د دغه وزارت او یوې چینایي قراردادي کمپنۍ له لوري مخکې استخراج شوي وو چې تېره ورځ د داوطلبی له لارې وپلورل شول.

هغه وویل: «کله چې موږ په ذخیرو کې له ۳۰ تر ۴۰ زره ټنه پورې استخراج شوي خام نفت برابر کړو، بیا یې د پروسس لپار داوطلبۍ ته ورکوو؛ پرون هم دغه داوطلبي وشوه چې څلورو شرکتونو په کې ګډون کړی و؛ یو شرکت ګټونکی شو او دغه خام نفت ورکړل شول چې له پروسس وروسته به یې بازار ته وړاندې کړي.»

نوموړی وایي چې دغه خام نفت د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پر یوې افغاني کمپنۍ پلورل شوي دي.

همایون د یادې اندازې نفتو د استخراج کره موده په ډاګه نه کړه خو ویې ویل چې په څو اونیو کې استخراج شوي دي.

همدارنګه دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د قشقري د ۴۰۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور په مشرۍ چې په کې د وزارت مرستیالانو او د افچین کمپنۍ رییس ګډون کړی و، ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، داوطلبي د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه چې د (TOF Oil lRefinery Company) کمپنۍ د قشقري د ۴۰۰۰۰  ټنه خامو نفتو ګټونکې اعلان شوه.

د راپورونو له مخې، د کانونو او پټروليم وزارت د تېر ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په ۱۹مه د قشقري د تېلو بلاک کان د استخراج کار پیل کړی دی.

Views: 120

Exit mobile version