کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې نږدې ۳۱ زره »زیګپ» ټابلیټ ترلاسه کړي او ورسره په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.
زیګپ معمولاً د نشې لپاره کارول کېږي خو ډاکټران یې د شکر او ځینو رواني ناروغانو لپاره هم توصیه کوي.
د کابل امنیې قوماندانۍ له لوري نن رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې پولیسو د کابل ښار اتمه حوزې اړوند سیمه کې ۳۰ زره او ۸۰۰ زیګپ ټابلیټ نیولي دي.
سرچینه وايي: «دغه ګولۍ د دوو کسانو له لوري په ناقانونه ډول ساتل کېدې چې د پولیسو له لوري لاس په لاس ونیول شوې.»
سرچینې زیاته کړې چې د دغو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 52