کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د حیرتان سرحدي ګمرک کې یې په صادراتي توکو کې د څه باندې ۱۴ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق مخه نیولې او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
مالیې وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه سره زر چې ټول وزن یې ۱۴.۲۳۵ کیلوګرامه دی، په قاچاقي ډول له هېواده بهر قاچاق کېدل.
سرچينې لیکلي چې په دې تړاو یې یو کس نیولی هم دی او د نورو څېړنو لپاره اړوند ارګانونو ته سپارل شوی دی.
Views: 44