کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د ترکیې بهرنیو چارو وزیر له متقي سره په ليدنه کې ویلي چې په افغانستان کې نور باید هيڅ وسلهوال مخالفت شتون ونه لري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د لړم په ۸مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر هاکان فدان سره لېدلي دي.
هغه زیاته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې د دوه اړخيزو او ډيپلوماتيکو اړيکو کچې پر لوړولو، نوو سوداګريزو دهلېزونو او پر ګڼو سيمهييزو مسايلو هر اړخيزې خبرې وکړې.
د هغه په خبره، دواړو د بهرنيو چارو وزيرانو پر دې ډول ناستو او یو له بل سره په همکاریو ټینګار وکړ.
بلخي لیکلي: «د ترکیې بهرنيو چارو وزير وويل چې دواړه هېوادونه لکه دوه وروڼه غوندي دي او ترکیه به له افغانستان سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.»
د ترکیې بهرنیو وزیر ټینګار وکړ چي نور باید په افغانستان کي هيڅ وسلهوال مخالفت وجود ونه لري.
هغه چمتووالی ښودلی چې د افغانستان له حکومت سره به په بېلابېلو برخو کي د ظرفيت لوړونې په موخه همکاري کوي.
Views: 90