Pajhwok Afghan News

د اوسپنې پټلۍ اداره: ازبکستان دې پر ترانزیټي توکو تعرفه کمه کړي

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو له ازبکستانه غوښتي چې پر ترانزیټي توکو تعرفه کمه کړي څو له دې لارې د انتقالاتو کچه لوړه شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، تېره ورځ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر عبدالباري صدیقي او مل پلاوي يې د ازبکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له راغلي پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.

سرچینې ویلي، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر رېلي موضوعاتو مفصل بحث او خبر وشوې.

سرچینه زیاتوي، په لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال وویل، خصوصي سکټور او سوداګر تل غوښتنه کوي چې ازبکستان هېواد دې پر ټرانزيټي توکو تعرفه کمه کړي څو د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه لوړه شي.

دغه اداره زیاتوي، په دې لیدنه کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لومړي مرستیال حکمت‌الله رحمتوب په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: «له افغانستان سره ځانګړې مینه لرم، دلته مې ډېر وخت تېر کړی او هڅه کوم خپل حکومت ته قناعت ورکړم څو له افغانستان سره تعرفه کې ځانګړی تخفیف راولي.»

د اوسپنې پټلۍ ادارې معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغان ټرانس پروژې اړوند هم بحثونه وشول.

دغه راز د یو بل خبر له مخې، د ریاست‌الوزراء دفتر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ا.ا.ا د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ ماسپښين د ازبکستان د لومړي وزير له مرستيال جمشېد خواجه يوف سره کتلي.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال له افغانستان سره د خپل هېواد د ديني، فرهنګي او تاریخي اړيکو يادونه وکړه او ویې ويل، د دواړو هېوادونو اړيکې اوسمهال هم په ښه او متقابل احترام ولاړ حالت کې دي.

هغه ویلي، د ازبکستان دولت او ملت په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره د اړيکو لا زياتې پراختيا او استحکام غوښتونکي دي.

د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال زياته کړه، د دغه هېواد دولت، سوداګر او پانګه‌وال لېوالتيا لري چې د کانونو د استخراج، کرنې او د انرژۍ تولید برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د رياست‌الوزرا اداري مرستيال وویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکې تاريخي مخينه لري او دغه مناسبات تل د متقابل احترام پر اصل ولاړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د رياست‌الوزرا اداري مرستيال زياته کړه چې ا.ا په افغانستان کې هر ډول پانګونې او سوداګري ته زمینه برابره کړې او له ازبکستاني سوداګرو او پانګه‌والو يې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

د یادونې ده، د ازبکستان یو پلاوی تېره ورځ کابل ته راغلی او په کې د دغه هېواد د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، کانونو او ترانسپورټ وزیرانو په ګډون د بېلابېلو سکټورونو استازي برخه لري.

Views: 41

Exit mobile version