Pajhwok Afghan News

«کابل ښار کې څه باندې ۳۷ زره جریبه ځمکه قانوني شوه»

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې څه باندې ۳۷ زره ۳۲ جریبه ځمکه قانوني شوه.

د افغانستان د کرنې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د غصب مخنیوي کمېسیون غړو د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې څه باندې ۳۷ زره ۳۲ جریبه ځمکه قانوني کړه.»

دغه راز، سرچينه د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې د ياد کمېسیون غړو کابل ښار کې د درې کیلومتره په اوږدوالي یو سړک هم پرانیست.

دا په داسې حال کې چې د روانې لړم مياشتې په درېيمه د افغانستان عدلیې وزارت ويلي وو چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د کابل په دارالامان کې د ۲۶.۵ جریب هغې ځمکې په اړه چې د تېر حکومت له خوا د لنډې مودې لپاره ګلبدین حکمتیار ته ورکړل شوې وه، بحث وکړ او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو.

د راپورونو له مخې، د عدليې وزارت ويلي چې د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د زرګونه جریبه غصب شوو امارتي ځمکو دوسیې، د ولایتونو د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوو تر څېړنو لاندې دي.

Views: 1532

Exit mobile version