Pajhwok Afghan News

پکتيا کې له پاکستان سره نښلېدونکې ترانزيټي لار وتړل شوه

ګردېز (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): پکتیا کې چارواکي وایي، د دغه ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره نښلېدونکې «خرلاچي» لاره د خیبرپښتونخوا په کرمه ایجنسۍ کې د جګړې له امله وتړل شوه.

د پکتیا ولايت وياند عبدالقادر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ډنډې پټان سرحد کې له پاکستان سره لار د هر ډول تګ راتګ او ترانزيټ پر مخ تړل شوې چې لامل يې د پښتونخوا په کرمه ايجنسۍ کې د سني او شيعه ډلو ترمنځ وسلواله جګړه ده.»

هغه وايي چې دغه لار له نن سهار راهيسې تړل شوې او دواړو غاړو ته مسافر او ترانزيټي موټر بند پاتې دي.

د احمدي په خبره هغه ناروغان او مسافر چې پاکستان ته سفر کوي، تر بلې خبرتيا دې پر دې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

شاوخوا دوې مياشتې مخکې هم په کرمه ايجنسۍ کې د جګړو له امله دغه لار تړل شوې وه.

Views: 692

Exit mobile version