Pajhwok Afghan News

افغان سفارت: پاکستان د اسناد لرونکو افغان کډوالو بانکي حسابونه کنګل کړي

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، پاکستاني پولیس په بېلابېلو پلمو قانوني کډوال نیسي، اسناد یې څيروي او دغه راز د اسناد لرونکو کډوالو بانکي حسابونه يې هم بند کړي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه د اعلان شوې پالیسۍ له امله د رامنځته شوو ننګونو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي.

سرچینې لیکلي، افغان کډوال د تورخم او چمن له لارو هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

سفارت زیاته کړې، محدودې اسانتیاوې، د خلکو او موټرو سخته تلاشي، د کډوالو د ثبت لپاره ګومارل شوی ناکافي پرسونل، کمزوری سیسټم او دې ته ورته ستونزو د خلکو د تګ پروسه ټکنۍ کړې چې له امله یې زرګونه افغان کډوال پر دغو دوو لارو د پاکستان لور ته بند پاتې دي.

سفارت لیکلي، لا تر اوسه په دې اړه چې د کډوالو، په ځانګړي ډول د سوداګرو نغدي پیسې او نور مالونه چې څرنګه افغانستان ته انتقال شي، ناڅرګندتیا موجوده ده.

سرچینې د معلوماتو له مخې، د اعلان شوې تګلارې په پایله کې په پاکستان کې یوه مافیا رامنځته شوې چې په بېلابېلو پلمو له افغان کډوالو پیسې اخلي او ځوروي یې؛ پاکستاني پولیس په مختلفو بهانو قانوني کډوال نیسي او اسناد یې څیروي.

سفارت ویلي، د دې پالیسۍ له امله د اسناد لرونکو کډوالو بانکي حسابونه بلاک شوي، د کورونو مالکینو ته امر شوی چې حتا سند لرونکو افغانانو ته هم کور په کرایه ور نه کړي، دې ته ورته ډېرې ستونزې راپیدا شوې دي.

سرچینې لیکلي: «موږ پر پاکستاني لوري غږ کوو چې د افغان کډوالو اجباري اخراج او ځورول چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي، ژر تر ژره ودروي، څو په خپله خوښه ولاړ شي.»

شاوخوا يوه مياشت مخکې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري. د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیونه بې‌اسناده کډوال اوسېږي.

Views: 84

Exit mobile version