Pajhwok Afghan News

د تورخم پنډغالو کې د کډوالو ډېرېدل؛ خپلو سیمو ته د کورنیو لېږدولو پروسه چټکه شوې ده

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): له تورخمه خپلو سیمو ته د کډوالو د لېږد پروسه چټکه شوې، بې‌وزلې کورنۍ وړیا لېږدول کېږي او په ټیټه کرایه د کډوالو لپاره د کورونو موندلو په اړه هم اړین اقدامات پیل شوي دي.

له تورخمه خپلو سیمو ته د کډوالو د لېږد پروسه چټکه شوه:

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د دغه ولایت والي حاجي ملا محمدنعيم اخند په مشرۍ مسوولينو د ځانګړې طرحې له مخې په تورخم کې له موقتي کمپه خپلو سیمو ته د راستنو شوو او راستنېدونکو کورنيو د لېږد پروسه چټکه کړه.

سرچینې زیاته کړې، د دې طرحې له مخې بېرته راستنېدونکې کورنۍ کډوالو چارو له رياست او ای‌او‌اېم موسسې سره له ثبت وروسته يادې مؤسسې او ا.ا له لوري د يو نوي او ځانګړي سيستم له مخې ورسره نغدي مرسته ترسره کېږي او خپلو سيمو ته لېږل کېږي.

د پروسې د چټکتيا او ځانګړي ميکانيزم جوړولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې په کمپ کې د کډوالو کورنيو شمېر زيات شو او په ساحه کې د مېشتېدنې ظرفيت کم او د کورنيو لېږد د څو ورځو په اوږدو کې ترسره کېده.

له بې‌وزلو کورنیو سره د ترانسپورټ مرسته:

د یو بل خبر له مخې، د ا.ا مسوولينو له لوري په لويو موټرو کې د هغو هېوادوالو کډې خپلو سيمو ته لېږدوي چې د کرايې توان نه لري، په کمپ کې مسوولينو، سواګرو، صنعتکارانو، خيريه بنسټونو، شتمنو او نورو هېوادوالو له لوري د خپل توان په اندازه له راستنو شوو کورنيو سره د خوراک، څښاک او نورو توکو مرسته کوي.

 مخابراتي او روغتیایي اسانتیاوې:

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تورخم کې د ټولو مخابراتي شبکو سيار انتنونه نصب شوي، بېرته راستنو شوو هېوادوالو ته په وړيا توګه سيمکارتونه وېشل کېږي څو له خپلو دوستانو سره د مبايل او انټرنېټ له لارې اړيکې ونيسي.

دغه راز د نارينه او ښځينه وو لپاره ځانګړې خېمې درول شوې، چې په راحت سره په کې مېشت شوي دي، د ناروغانو وړيا ډول درملنه کېږي او عاجل ناروغان د امبولانس په واسطه روغتيايي مرکزونو ته لېږدول کېږي.

د غذایي توکو مرسته:

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د تورخم په کمپ کې مېشتو کډوالو ته درې وخته پخه ډوډۍ، معدني اوبه او نور اړين توکي ورکول کېږي؛ دغه راز د اودس او نورو اړتياوو پوره کولو په موخه په ټولو ساحو کې ټانکۍ اېښودل شوې دي او وخت پر وخت له اوبو ډک ټانکرونه راځي او هغه ډکوي.

دغه راز د ګڼې‌ګوڼې مخنيوي او نظم په موخه ترافيک او خدماتي پرسونل موظف شوي؛ د خلکو نظم جوړوي او د چاپېريال ککړېدو او ګردونو مخنيوي په موخه ساحه کې د ټانکرونو له لوري اوبه پاشل کېږي او خځلې ټولېږي.

د تورخم له کمپونو د چارواکو لیدنه:

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، له مرکزه هم د بېلابېلو ادارو مشران راځي او د خپلو راستنو شوو هېوادوالو د وضعيت پوښتنه کوي؛ نن د ورځې په پای کې د ملي دفاع وزارت لومړی مرستيال ملا محمدفاضل مظلوم راورسېد، د ننګرهار د والي او نورو مسوولينو په ملتيا يې د راستنو شوو هېوادوالو پوښتنه وکړه او په خپله برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

مسوولين په سيمه کې په ۲۴ ساعته ډول حضور لري او هڅه کوي چې بېرته راستنو شوو کډوالو ته د موقتي مېشتېدنې او لېږد په برخه کې لا نورې اسانتياوې رامنځته کړي.

له تورخم څخه په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر لیدنه:

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، تورخم ته د سفر په ترڅ کې په اسلام‌اباد کې افغان سفير سرداراحمد شکيب د ننګرهار له والي حاجي ملا محمدنعيم اخند سره په ليدنه کې وويل، له پاکستاني مسوولينو سره يې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د شتمنيو، ملکيتونو، مالونو او نور حقونو پر خونديتوب خبرې کړې او د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مسوولينو په چلند کې هم مثبت بدلون راغلی او هڅه کوي چې هلته د هېوادوالو حقونه خوندي شي.

تورخم کې د دوولسو کمېټو له استازو سره د ننګرهار د والي ناسته:

د ننګرهار والي حاجي ملا محمدنعیم اخند په مشرۍ په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو په موخه د تشکیل شوو دوولس کمېټو له استازو سره پر شمېر مهمو موضوعاتو ناسته وکړه.

په ناسته کې د ټولو کمېټو غړو خپل لڼډ کاري راپور شریک کړ او همدارنګه یې په یو شمېر برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، والي د ټولو کمېټو غړو ته سپارښتنه وکړه چې په پنډغالي کې په ټول توان سره خپل خدمات وړاندې کړي.

دغه راز پرېکړه وشوه چې ټولې هغه کورنۍ به له لومړني پنډغالي خپلو اصلي ولایتونو ته ستنوي چې د ستنېدنې لومړنۍ چارې یې بشپړې کړې وي.

 د معاملاتو لارښوونو له مسوولینو سره د ننګرهار د عدلیې رییس ناسته:

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست  وایي، د دغه ولایت د عدليې ریيس مولوي فاتح‌الله فاتح د خيريه بنسټونو له استازو سره راستنېدونکو ته د پاکو اوبو، خوړو، صحي او نورو مرستون او د معاملاتو لارښوونو دفترونو له مسوولينو سره د کورونو کرايو او نورو ستونزو د حل په موخه عاجلې ناستې وکړې.

د عدليې ریيس راغلو مسوولينو ته وويل، اوس د دې وخت دی چې د خپلو راستنېدونکو وروڼو لاسنيوی وکړو. هغه له خيريه بنسټونو وغوښتل چې خپلې ټولې مرستې دې تورخم ته ورسوي او د معاملاتو لارښوونو له مسوولينو يې وغوښتل، د کورونو کرايې بايد لوړې نه شي، له کرايې دې کمېشن وانه خستل شي، شاروالي دې په اړه يوه لايحه ترتيب کړي او د ګذر وکيلان او ملا امامان دې هم په دې برخه کې خپله همکاري نه سپموي.

Views: 106

Exit mobile version