ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک او حکومت په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو کډوالو خوراکي توکي وېشي

خلک او حکومت په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو کډوالو خوراکي توکي وېشي

author avatar
3 Nov 2023 - 17:36
خلک او حکومت په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو کډوالو خوراکي توکي وېشي
author avatar
3 Nov 2023 - 17:36

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): حکومت، سوداګر، مدني فعالان او عامو خلک په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو افغان کډوالو خواړه وېشي.

دوی هره ورځ تورخم ښارګوټي ته تيار خواړه وړي او هلته يې پر سلګونو راستنو شوو هېوادوالو وېشي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په حکومتي کچه د هېواد په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو، ننګرهار امنيې قوماندانۍ او د استخباراتو رياست له لوري دغه چاره ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، ډېرو سوداګرو، مدني فعالانو او عامو خلکو هم په دغه مرسته کې برخه کې خپل اخلاص ښودلی او هره ورځ تورخم ته تيار خواړه وړي او هلته یې پر کډوالو وېشي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري هم د سوداګرو په مرسته کډوالو ته د اوسېدو د ځای برابرولو ترڅنګ د خوراکي توکو رسولو چارې پیل کړې دي.

د دې خونې د عامه اړيکو مسوول شاکرالله ساپي پژواک ته وويل چې یادې خونې شاوخوا زر خېمې، خوراکي او نور اړین توکي او د څښلو پاکې اوبه تورخم ته لېږدولي او هلته یې پر کډوالو وېشي.

د دغه ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې بيا يو شمېر ځوانان کور په کور ګرځي، له کورونو ډوډۍ راټولوي او بيا يې تورخم ته وړي او هلته يې په راستنو شوو کډوالو وېشي.

د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکي ولي‌الله شينواری وایي، دا چاره د ملي احساس او له خپلو هېوادوالو سره د مرستې په موخه کوي.

راستانه شوي کډوال هم د خپلو هېوادوالو له دغې مينې او مرستې خوښ دي او مننه ترې کوي.

د پېښور له تارو جبې سيمې يو راستون شوی کډوال عزت الله وايي، پاکستان کې ورسره ډېر بد چلند شوی خو   د خپلو هېوادوالو او چارواکو نیک چلند ترې هغه هر څه هېر کړي دي.

د ننګرهار ولايت چارواکی وايي، تر اوسه له پاکستان څخه له ۱۵۰ زره زيات هېوادوال په زوره هېواد ته را لېږل شوي دي.

Views: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.