Pajhwok Afghan News

لوګر کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه روغتون ته ودانۍ جوړه شوه

پل علم (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNCHR) له لوري په مرکز پل‌علم کې یوه روغتیايي مرکز ته ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ودانۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست رییس سعیدالرحمن قادري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ودانۍ د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «چوڼۍ» کلي کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري د شپږو میاشتو په موده کې جوړه شوه.

هغه زیاته کړه، یاد روغتیایي مرکز په پنځه جریبه ځمکه کې په یو پوړیز ډول جوړ شوی چې ۸ خونې، د ساتونکو خونه، تشنابونه، پارک، احاطوي دېوال او د څښاک پاکو اوبو منظم سیسټم لري.

هغه وايي، دغه روغتیايي مرکز به د مور او ماشوم او یو شمیر نورو روغتیايي برخو کې هره ورځ ۲۰۰ ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي.

د لوګر د مرکز پل‌علم لرې پرتې «چوڼۍ» سیمې یوه اوسېدونکي حاجي نواب پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې وړاندې له سختو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان وو او د دغه روغتیايي مرکز له جوړېدو سره به د چوڼۍ او شاوخوا ۱۰ کلیو روغتیايي ستونزې هوارې شي.

هغه زیاته کړه، د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته په کار ده چې په جوړ شوي روغتیايي مرکز کې مسلکي او متخصص ښځينه او نارینه ډاکټران وګماري، څو د پل‌علم د لرو پرتو سیمو ناروغانو ستونزې پرې هوارې شي.

د یادې چوڼۍ سیمې یوه بل اوسېدونکي اخترګل پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورته روغتیايي مرکز جوړ شو.

هغه دغه راز زیاته کړه، له دې مخکې یې له ۴۰ کیلومټره لرې او په خامه لار مرکز پل‌علم ته ناروغان لېږدول چې تر ډېره پورې به ناروغانو د لارې په اوږدو کې ساه ورکوله.

Views: 16

Exit mobile version