کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر وايي، په افغانستان کې د تېر ميلادي کال په پرتله سږ کال د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د یادولو ده، د تېر کال د وري میاشتې په ۱۴مه د اسلامي امارت مشر مولوي هبتالله اخندزاده له لوري د یوه فرمان په صادرېدو سره په افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت، تولید، پېر او پلور بندیز ولګېد.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یواېناوډيسي) نن د لړم ۱۴مه پر خپله وېبپاڼه د یوه راپور په خپرولو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او توليد د وضعيت څېړنه کړې ده.
د دغه سازمان د خپاره شوي راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نشهيي توکو پر تولید له بندیز وروسته په دغه هېواد کې د کوکنارو کښت شاوخوا ۹۵ سلنه کم شوی دی.
سرچينې ليکلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ترياکو توليد او پلور کچه ۶۲۰۰ ټنه وه چې په ۲۰۲۳ کال کې ۳۳۳ ټنو ته راټيټه شوې ده.
د دغه راپور له مخې، ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه چې مخکې پرې کوکنار کرل کېدل، په ۲۰۲۳ کال کې لس زره او ۸۰۰ هکتاره ځمکې ته راټیټه شوې ده.
دغه بنسټ ویلي چې پر سوداګرو د تریاکو له پلوره د بزګرانو عاید له یو میلیون او ۳۶۰ زره میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۰ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی چې دغه رقم ۹۲ سلنه کموالی ښيي.
د سرچينې په خبره، په فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې ۱۶۰ ميليونه هکتارو ته د غنمو کښت په زياتېدو سره ډېرى کروندګرو د غنمو کرلو ته مخه کړې ده.
سرچينې لیکلي: «که څه هم چې د غنمو کرنه ښایي تر یو څه خوراکي ناامني راکمه کړي، خو دغه محصول د ترياکو په پرتله ډېر کم عايد لري، په ٢٠٢٣ کال کې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې کروندګرو د غنمو په کرلو سره شاوخوا یو میلیارد بالقوه عايد ترلاسه کړی دی.»
په دغه راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشهیي توکو سره د مبارزه دفتر اجرائیوي رییس ازغاده ولي له قوله راغلي: «دا یو واقعي فرصت دی چې د تریاکو د ناقانونه بازار او په سیمهییزه او نړۍواله کچه د هغه د زیانونو پر وړاندې اوږدمهاله پایلې ترلاسه کړو. په عین حال کې مهمې اغېزې او خطرونه شته چې باید نهایي مثبتو او دوامداره پایلو ته، په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره پاملرنه وشي.»
د هغه په وینا: «نن د افغانستان خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو، د ځان ژغورنې او د لاسه وتلي عاید ترلاسه کولو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.»
د هغه په خبره، په راتلونکو مياشتو کې افغانستان د باثباته معيشت برخه کې يوې پياوړې پانګونې ته سخته اړتيا لري څو افغان بزګرانو ته د ترياکو د بدیلو فرصتونو زمينه برابره کړي.
په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله راغلي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمېدو د دغه هېواد پر ډېرو زیانمنونکو کلیوالي ټولنو مستقیم اغېز کړی دی؛ ځکه چې زیانمنونکو کلیوالو د تریاکو له پلوره د ژوند چارې پر مخ وړې.
Views: 23