اټلانټا (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې هند سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې اتمه بریا خپله کړه.
دا لوبه چې د هند په کلکتې ښار کې ترسره شوه، پچه یې هند وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هند د ویرات کوهلي د سلیزې پر مټ ۳۲۵ منډې وکړې او سوېلي افریقا ته یې د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.
خو د سوېلي افریقا توپوهونکو د هند د تیز او ورو توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۷ اورونو کې په ۸۳ منډو وسوځېده او دغه راز هند دا لوبه د ۲۴۳ منډو په توپیر سره وګټله.
د هند له لوري جدیجه پنځه او محمد شامي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
ویرات کوهلي د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د دې لوبې ګټه او بیلات هند او افریقا ته کومه ګټه او یا زیان ونه رساوه، ځکه چې دواړو لوبډلو لا دمخه سیمي فاینل ته لاره موندلې ده.
Views: 59