اټلانټا (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې بنګلهدېش سریلانکا ته ماته ورکړه خو دواړه لوبډلې لا د مخه نړۍوال جام کې له مخکې تګه پاتې شوې دي.
دا لوبه چې د لړم په ۱۵مه د هند په ډیلي ښار کې ترسره شوه، پچه بنګلهدېش وګټله او لومړی یې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
د سریلانکا لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۹ منډې جوړې کړې او بنګلهدېش ته یې د ۲۸۰ منډو هدف ورکړ، د سریلانکا له لوري اسلانکا ۱۰۸ منډې جوړې کړې.
د بنګلهدېش لوبډلې یاد هدف په دوه څلوېښتم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله. د دوی له لوري نجمالحسن شانتو ۹۰ او شکیب الحسن ۸۲ منډې جوړې کړې.
په دې بریا سره دواړو لوبډلو ته هيڅ ګټه ونه رسېده؛ ځکه چې دواړه له نړۍوال جامه وتلې او له مخکې تګه پاتې دي.
دواړو لوبډلو اته اته لوبې کړې او څلور څلور نومرې لري، بنګلهدېش د نومرو په جدول کې په اووم او سریلانکا اتم مقام کې ځای لري.
هندوستان لومړی، سوېلي افریقا دویم. اسټرالیا درېیم، نیوزیلیند څلورم، پاکستان پنځم، افغانستان شپږم، نیدرلینډ نهم او انګلیستان لسم ځای لري.
Views: 24