ایبک (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): سمنګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د موسمې سېلابونو د مخنیوي، د باران د اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړتیا په موخه د رباتک چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د سمنګان د سیندیزې حوزې رییس ملا محمدعمر انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د رباتک چکډیم چې د اوبو او برېښنا وزارت د تخنیکي ټېم له لوري سروې شوی او د موسمي سېلابونو د مخنیوي، د باران د اولو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه ډیزاین شوی و، د جوړولو عملي کار یې پیل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د سمنګان د رباتک چکډیم له مهمو چکډیمونو دی چې د سیمې خلک کولای شي له اوبو یې په کرنه او مالدارۍ کې او په ورته وخت کې د څښاک لپاره هم ترې استفاده وکړي او دغه بند به ۸۵،۵ متره لوړوالی او ۴۵ متره اوږدوالی ولري.
انس زیاته کړه چې دغه پروژه د اوبو او برېښنا وزارت له لوري تمویل او د خُلم – ایبک د سیندیزې حوزې د ریاست له لوري تطبیقېږي چې ټولټال لګښت یې دوه میلیونه او پنځهسوه زره افغانۍ دی.
د هغه په خبره، دغه چکډیم به د ۶۶۳۲ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري.
د سمنګان د سیندیزې حوزې رییس وویل چې د یاد چکډیم په جوړېدو سره به د څښاک پاکو اوبو ته د سمنګان د رباتک کلي د خلکو د نه لاسرسي ستونزه هم هواره شي.
د سمنګان د رباتک چکډیم جوړولو چارې په داسې حال کې پیل شوې چې څه موده مخکې د هېواد د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سمنګان د زاړه ښار د یادکاري چکډیم جوړولو د کار پرانیسته وکړه او ژمنه یې کړې وه چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت د ابکلي بند جوړېدو چارې هم پیل شي.
Views: 24