ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف د هرات له زلزله‌ځپلو سره د۸۰ ټنو طبي توکو مرسته وکړه

یونیسف د هرات له زلزله‌ځپلو سره د۸۰ ټنو طبي توکو مرسته وکړه

author avatar
7 Nov 2023 - 15:48
یونیسف د هرات له زلزله‌ځپلو سره د۸۰ ټنو طبي توکو مرسته وکړه
author avatar
7 Nov 2023 - 15:48

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې هرات کې یې د وروستیو زلزلو له امله زلزله‌ځپلو سره د ۸۰ ټنه درملو او طبي توکو مرسته کړې ده.

یونیسف پر خپله اېکس‌پاڼه له یادو مرستو خبر ورکړی او لیکلي یې دي، ۴۳ زره کسان چې د زلزلې له امله د هغوی روغتیایي مرکزونه ویجاړ شوي، روغتیايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.

دغه مرسته داسې مهال کېږي چې له دې مخکې هم یو شمېر کورنيو او بهرنيو بنسټونو او د نړۍ هېوادونو د هرات له زلزله‌ځپلو سره نغدي او غیرنغدي مرستې کړې دي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې یونیسف د هرات زلزله‌ځپلو ماشومانو، امیدوارو ښځو او کورنیو ته د درملو، طبي توکو، قابله‌ګۍ او جراحي کیټونو په ګډون د ۸۰ ټنو درمل او طبي توکو مرسته کړې وه.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.