Pajhwok Afghan News

چین له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستو ته چمتووالی وښود

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): افغان او چیني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې کړې او دغه راز چین له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستو ته چمتووالی ښودلی دی.

په چین کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په یاد هېواد کې د ا.ا.ا سفارت سرپرست سید محی‌الدین سادات د کوربه هېواد بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو څانګې له مرستیال ژنګ ماومینګ سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په یاده لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د لا پیاوړتیا او د چین له خوا افغان محصلينو ته د راتلونکي کال لپاره د سکالرشیپونو ورکولو په اړه ګټورې خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان سفارت سرپرست هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه معلومات شریک کړل او کډوالو ته د ښه راغلاست او له هغوی سره د مرستې په تړاو یې د اسلامي امارت له خوا د نیول شوو تدابیرو یادونه وکړه.

د سرچینې معلوماتو له مخې، د چین لوري له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ له کډوالو سره د مرستې لپاره هم چمتووالی وښود.

Views: 66

Exit mobile version