Pajhwok Afghan News

ایندریکا راتواته د یوناما مرستیال په توګه وټاکل شو

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش د رامز الاکبروف پر ځای، ایندریکا راتواته د یوناما د مرستیال په توګه ګومارلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان پرون (سه‌شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې هغه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازیتوب ترڅنګ، په دغه هېواد کې د بشري مرستو همغږي کوونکی هم وي.

د یادونې ده، ایندریکا راتواته له سرېلانکا هېواد څخه دی چې په افغانستان کې د ۱۴ کلونو کار او سیمه‌ییزو مسایلو برخه کې د تجربې ترڅنګ‎، په بشري چارو او پېچلي او بحراني چاپېریال ساتنې برخه کې څه باندې ۳۰ کلنه تجربه لري.

هغه د کلمبیا په پوهنتون کې په نړۍوالو اړیکو کې د ماسټرۍ او د سرېلانکا په کلمبو پوهنتون کې یې په انګلیسي ژبه او ټولن‌پوهنه کې د لېسانس تر کچې زده‌کړې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې رامز الاکبروف د ۱۳۹۹ کال په وروستیو کې د یوناما د مرستیال په توګه ټاکل شوی و.

Views: 16

Exit mobile version