Pajhwok Afghan News

د کډوالو وزارت: تېره ورځ نږدې څلور زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېره ورځ له ایرانه نږدې ۴زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له ایرانه تېره ورځ ۳۸۹۲ افغان کډوال په اجباري او داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د اسلام‌کلا د سرحدي امر له قوله ویلي، د یادو کسانو له ډلې ۳۸۳ یې زیانمن پېژندل شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان ته ورمعرفي شوي او خوراکي او غیر خوارکي توکي یې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۵مه هم له ۳ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي وو.

Views: 12

Exit mobile version