سرپل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): سرپل کې ځايي مسوولین وایي د دغه ولایت په سوزمهقلعه ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.
د سوزمهقلعه ولسوال محمدحسین افتخاري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ماسپښن دوه بجې د دې ولسوالۍ په چارک سیمه کې د باران له امله سېلاب راوتلی دی.
هغه زیاته کړه، دغه سېلاب یوه پنځوس کلنه ښځه او د هغې یو لس کلن لمسی له ځان سره وړي چې مړي یې د ځايي اوسېدونکو له لوري له اوبو را ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د روانې لړم میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه د هېواد په شلو ولایتونو کې د سخت اورښت او له امله یې د سېلابونو راتلو خبر ورکړی و.
Views: 15