کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دې ترڅنګ چې د افغانانو عزت په خپل هېواد کې خوندی دی، وايي، د کډوالو جبري ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړه د ټولو نړۍوالو قوانینو او اصولو خلاف ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني پرون د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه تورخم ته سفر کړی و.
د کورنيو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې سراجالدين حقاني او مل پلاوي په تورخم کې له راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
سرچینې زیاته کړې، حقاني د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه چې د نړۍوالو اصولو خلاف افغان کډوال په جبر او زياتي سره هېواد ته راستنوي او په وينا يې، د يادو کډوالو پر حالت ټول افغانان خواشيني دي.
حقاني ویلي: «د افغانانو عزت په خپل هېواد کې خوندی دی او ښه ده چې د هېواد ابادۍ په موخه د سبا پر ځای نن بېرته راستانه شي.»
حقاني د راستنېدونکو هېوادوالو چوپړ د اسلامي امارت مسوولیت ياد کړ او په وينا يې، افغان حکومت ژمن دی چې بېرته راتلونکو هېوادوالو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه له ټولو امکاناتو کار واخلي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې له حقاني سره مل سوداګرو له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د نږدې شل ميليون افغانيو مرسته اعلان کړه.
د یادونې ده، د روان لړم میاشتې له لسمې پاکستان په زور د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پيل کړې او تر دې مهاله یې څه باندې درې سوه زره افغانان په زور راایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
Views: 74