ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چک برېښنا بند د بیارغونې چارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

د چک برېښنا بند د بیارغونې چارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

author avatar
9 Nov 2023 - 23:43
د چک برېښنا بند د بیارغونې چارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
author avatar
9 Nov 2023 - 23:43

میدان‌ښار(پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند چک برېښنا بند او فابریکې د بیارغونې چارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د افغانستان برېښنا شرکت د برنامو رییس مولوي عبدالقهار عابد د لړم په ۱۸مه، د دې پروژې د چارو د پیل پر مهال وویل، د یاد بند او فابریکې د رغنیزو چارو لپاره سږ کال د ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې او او په راتلونکي کال کې ورته نورې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې.

هغه زیاته کړې چې د دې پروژې چارې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

عابد وویل، د دغه بند په رغېدو سره به ۴ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي او د حکومت بودجې ته به په کلنۍ توګه ۱۰۰ میلیونه عواید جمع شي.

د دغه ولایت اوسېدونکو د یاد بند په رغېدو خوښي څرګنده کړه او له حکومت یې د ورته نورو پروژو د پیل غوښتنه وکړه

د چک ولسوالۍ اوسېدونکي جنت‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې په سیمه کې یې داسې یوه بسټیزه پروژه پلي کېږي چې ټولو خلکو ته به زیاته ګټوره وي.

هغه زیاته کړه: «خدای د وکړي، کارونه یې بشپړ شي او موږ ته برق را جوړ شي.»

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکي حسیب‌الله بیا وویل، چې د دغه بند په رغېدو سره به د چک ولسوالۍ نږدې ټول اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت دې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم ورته د بیارغونې پروژې پلې کړي.

د میدان‌وردګو ولایت چک برېښنا بند چې ۵ توربینونه لري او پخوا یې مرکز کابل ته هم برېښنا ورکوله د تېرو څو کالونو راهیسې له کار لویدلی و، خو اوسمهال یې یو ځل بیا د رغونې چارې پیل شوې دي.

Views: 444

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.