Pajhwok Afghan News

فراه کې ۳۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه

فراه (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې پرون ۳۸۰ کورنیو ته د ۹ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغوی وايي، دغه پروژه چې د مرکز اړوند زوریا کلي کې جوړه شوې لګښت يې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ورکړی دی.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پژواک خبري آژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د کلیو پراختیا ریاست تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۹ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

سرچینه وايي، د دې پروژې کارونه ۱۰ میاشتې مخکې پيل شوي وو او د ۴۰ مکعب مټره اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې شبکې په جوړېدو سره به ۳۸۰ کورونه، اووه جوماتونه، یوه دیني مدرسه او یو ښوونځی د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

Views: 21

Exit mobile version