Pajhwok Afghan News

ملا برادر: له ایران سره مو د سوداګرۍ او اقتصاد برخو کې لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۲): د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي چې له ایران سره یې د سوداګرۍ او اقتصاد برخو کې لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې ورسره به ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډېره پراخه شي.

نوموړی دا څرګندونې د ایران له شپږ ورځني سفر وروسته د کابل په هوایي ډګر کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې ایران ته یې سفر ډېر بریالی و او د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډېره پراخه او خلکو ته به یې ګټې ورسیږي.

ملا برادر وویل: « له دې سفر څخه مو موخه داوه، څو له ایران سره نه یواځې سوداګرۍ او په بېلا بېلو برخو کې اړیکو ته پراختیا ورکړو  او وکولی شو، چې خپل وطني تولیدات په اسانه توګه نورو هېوادونو ته ورسوو..»

اقتصادي مرستیال وایي، چې ددې سفر پر مهال د ایران له چابهار او اصفهان له بندرونو څخه یې هم لیدنه وکړه ، دغه بندرونه د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ډیر ښه ثابتیدلی شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي چې په دې سفر کې یې ملابرادر سره ملتیا کوله، خبریالانو ته وویل چې په بېلا بېلو برخو کې یې له ایران سره ۶۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

هغه زیاته کړه، افغانستان لپاره د سوداګرۍ او صادراتو وارداتو لپاره تر ټولو اسانه او نزدې لاره د چابهار بندر دی.

تر دې مخکې ایران ته د سفر پر مهال ایراني چارواکو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ته ویلي وو ، افغانستان کولای شي سر له اوسه د چابهار له بندره صادرات، واردات او ترانزیټ عملاً پيل کړي او دغه راز ملا برادر د دغه بندر له لارې د صادراتو او وارداتو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

د سرچینې په حواله، د چابهار له بندر سره د نښلېدو په صورت کې به افغانستان د هند، چین، اروپا او منځني ختیځ بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي او له نړۍ سره به د افغانستان اړیکې لا پياوړې شي.

Views: 63

Exit mobile version