Pajhwok Afghan News

کډوالو چارو وزارت: تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۲ زره  کډوال راستانه شوي

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ۱۲۶۷۵ افغان کډوال د لړم په ۱۸ او ۱۹مه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي.

سرچینې لیکلي، د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۵۵۲ کورنۍ چې نهه زره او څلوېښت کسان کېږي له یادې لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرچینې په وینا، پنځلس افغان زندانیان هم د پاکستان له زندانونو خوشي او له دې لارې وطن ته راغلي دي.

سرچینه زیاتوي د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست د راپورونو له مخې، تېرو دوو ورځو کې ۶۶۹ کورنۍ چې ۳۵۳۹ کسان کېږي، د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد وزارت وایي چې ۱۲ نور کورنۍ هم چې ۸۱ کسان کیږي د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

سرچینې ویلي چې دغه کورنې په یادو ولایتونو کې د کډوالو په ادارو کې له ثبت وروسته د اسلامي امارت له خوا ۱۰ زره افغانۍ تر لاسه کړي او د لا ډېرو مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ور معرفي شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دې مخکې هغو افغان کډوالو ته چې دغه هېواد کې د اوسېډو قانوني اسناد نه لري د روان کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې وخت  ورکړی و چې دا هېواد پرېږدي که نه نو په زور به واېستل شي.

Views: 46

Exit mobile version