Pajhwok Afghan News

درېیو ولایتونو کې د ۵۹ پروژو چارې پیل شوې او په سمنګان کې یوه پروژه بشپړه شوه

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): کاپیسا او پروان کې د ۱۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ۵۸ پروژو چارې پیل، سمنګان کې د ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او په شبرغان کې د یوې پروژې چارې له درېیو کلونو ځنډ وروسته پیل شوې.

د کاپیسا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د ټولنیزو او پرمختیایي څارنې مدیر مولوي عبدالمعروف وایي چې د ۵۲ عام‌المنفعه پروژې د ۹۰،۹۴ میلیونو افغانیو په لګښت د نړۍوال بانک په مرسته او د یاد ریاست په همغږۍ د دغه ولایت د کوهستان په لومړۍ حصه او دویمې حصه ولسوالیو کې په شپږو میاشتو په موده کې پلې کېږي.

د هغه په خبره، نن د دغو پروژو کار چې په کې د حوضونو او کانالونو پاکول، د کلیو د لارو ترمیم او جغل اچونه شامل دي پیل شو چې په کې به ۵۶۹۴ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه دغه راز وویل چې په دغه پروګرام کې ۶۸۳ هغو کسانو ته چې معلول، معیوب، بې‌سرپرستې ښځې، یتیم ماشومان او هغه کسان چې د کار کولو وس نه لري په کې شامل دي د ۱۰ زرو افغانیو په ارزښت د خوراکې توکو بستې ورکول کېږي.

د یوه بل خبر له مخې، نن په پروان کې هم د ۳۶۰ زرو ډالرو په لګښت شپږ پروژې پیل شوې.

د پروان ولایت مقام مرستیال مفتي محمدادریس انوري وایي، په دغو پروژو کې د دغه ولایت په مرکز، د شینوارو، سیاه‌ګرد، سرخ پارسا، شیخ علي او کوه صافي ولسوالیو کې د غوربند، سالنګ او پنجشېر سیندونو د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

هغه زیاته کړه دا پروژې د ۳۶۰ زره ډالرو په لګښت د نړۍوال بانک په مرسته او د غوربند – چاریکار سیندیزې حوزې په همغږۍ په ۷ میاشتو کې پلې کېږي.

د غوربند – چاریکار سیندیزې حوزې رییس انجنیر مجیب‌الرحمن حبیبي وایي چې په ټوله کې د یادو سیندونو استنادي دېوالونه له دوه زرو ډېرو مترو اوږدوالی، یوه تر پنځو مترو سور او درې متره ارتفاع په نظر کې نیول شوې ده.

هغه له جزئیاتو ورکولو پرته وویل چې په دغو پروژو کې د سربندونو او کانالونو جوړول هم شامل دي او په ټوله کې د دغو پروژو په عملې کېدو سره به لس زره کورنۍ د سېلابونو له ګواښه وژغول شي.

په سمنګان کې د اوبو رسونې دولتې شرکت عمومي رییس مولوي نعمت‌الله احمدي د سمنګان ایبک ښار په قوچ نهال کلي کې د ۲۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د یاد کلي خلک د اوبو له کمښت سره مخ وو.

د هغه په خبره، دا پروژه د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په مرسته عملي شوې ده.

نوموړي وویل چې د دې شبکې له اوبو به لس زره کسان برخمن کېږي.

د یوه بل خبر له مخې، د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې د اوبو رسونې د یوې نابشپړې پروژې چارې له درېیو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې.

د یادې پروژې پرانیست غونډه ته د رییس‌الوزرا د معاونیت له لوري استول شوي استازي مولوي حیات‌الله محمدي وویل چې د دې شبکې کار تېر نظام کې دېرش سلنه پاتې و، او نن د حکومت په بودجه بیا ځلي پیل شو.

هغه وویل، د دې پروژې په بشپړېدو سره به شبرغان ښار کې لږ تر لږه ۷۰ زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

هغه وویل چې د شبرغان ښار د اوبو رسونې شبکې چارې ۱۴ کاله مخکې پیل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د ۴۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شي، د دې پروژې چارې درې ځلي ودرېدې خو دا ځل به بشپړې شي.

Views: 27

Exit mobile version