Pajhwok Afghan News

تېره ورځ څه باندې ۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې څه باندې ۵ زره افغان کډوال له پاکستانه او څه باندې ۳ زره نور له ایرانه هېواد ته راستانه شول.

پاکستان له دې مخکې یو عشاریه څلور میلیون افغان کډوالو ته چې هغه هېواد کې بې له قانوني اسنادو مېشت وو، د روان کال د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړی و چې له یاد هېواده ووځي، که نه نو په زور به وایستل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (سه شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د لړم په ۲۲مه له پاکستانه د تورخم او سپین‌بولدک له لارې ۵ زره او ۶۴۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

سرچینې لیکلي: «د کندهار ولايت د سپين‌بولدک د سرحدي امریت د راپور له مخې، د ٨ بنديانو په ګډون، ٧٤٦ کورنۍ چې څلور زره ٨٥ کسان په کې شامل دي، بېرته راستانه شول.»

سرچینه زیاتوي چې هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ هم ورکړل شوې.

دغه راز، د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۲۹۴ کورنۍ چې یو زرو او ۵۵۵ کسان کېږي، په زور له پاکستانه هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو چارو وزارت ویلي: «راستانه شوي د یادو ولایتونو د کډوالۍ چارو ادارو کې له ثبت وروسته د نورو مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته وروپېژندل شول.»

د یوه بل خبر له مخې، د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د لړم په ۲۲مه درې زره او ۲۴ کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې ۲۹۸ یې زیانمن شوي او اړمن کسان دي او د مرستې په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر (ای‌او‌اېم) ته وروپیژندل شول او د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې یې ترلاسه کړې.

Views: 47

Exit mobile version