کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، د روانې میلادي میاشتې په وروستیو ۱۵ ورځو کې څه باندې ۷۳ زره افغان کډوال په زور له پاکستانه ایستل شوي او د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند او له پاکستانه د جبري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویاند بلال کریمي نن (د لړم ۲۵مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «تازه معلومات ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې تر ۱۵مې، یعنې تر پرون پورې (چهارشنبه، د لړم ۲۴مه) ۱۲۴۳۰ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۳۲۰۸ کسانو ته رسېږي، د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روان میلادي کال د نومبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
Views: 14