Pajhwok Afghan News

اقتصاد وزارت د مرستو رسولو پروسه کې د حکومت لاسوهنې په اړه د سیګار راپور رد کړ

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د مرستو وېشلو پروسه کې د اسلامي امارت د لاسوهنې په اړه د سیګار راپور له خپرېدو وروسته د اقتصاد وزارت دغه راپور رد کړی او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت هيڅکله هم د مرستو د وېش پروسه کې د مداخلې تګلاره نه خپلوي.

د افغانستان بیارغولو چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی سرمفتش یا سیګار جان سوپکو دوه ورځې مخکې (سه‌‌شنبه، د عقرب ۲۳مه) خپل راپور کې د کانګرس بهرنیو اړیکو کمېټې استماعیه ناستې ته وویل، اسلامي امارت له افغان ولس سره د امریکا متحده ایالتونو له بشري مرستو ګټه پورته کوي.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د حکومت د اقتصاد وزارت نن (پنج‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دې ډول راپورونو خپرول بې بنسټه او په افغانستان کې د عیني تحولاتو خلاف دي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې اسلامي امارت تل هڅه کړې څو اړمنو ته مرستې په شفاف ډول ورسېږي.

خبرپاڼې زیاته کړې، اسلامي امارت هيڅکله د مرستو د وېش پروسه کې د مداخلې تګلاره نه خپلوي او پر نړۍوالو موسسو فشار نه راوړي، بلکې هڅه کوي څو د مرستو وېشلو پروسه کې مرسته‌رسوونکو موسسو او نړۍوالو نهادونو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

Views: 45

Exit mobile version