قلعهنو (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پروسه کې له ځنډ او د پرسونل له کمښته د بادغیس د خلکو شکایت په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې د پېژندپاڼو د وېش دویم مرکز پرانیستل شو.
د بادغیس اوسېدونکي د دغه مرکز د پرانیستل کېدو هرکلی کوي خو له مسوولینو غواړي چې په ولسوالیو کې هم ورته مرکزونه جوړ کړي.
د بادغیس د احصایې او معلوماتو ادارې رییس ضیاءالدین بختیار وویل چې یاد مرکز پرون (د لړم ۲۴مه) خپل فعالیت پیل کړ.
هغه وايي: «یاد مرکز ۳۲ کارکوونکي لري چې اوسمهال لس نارینه ګومارل شوي او نور کارکوونکي هم د ګومارلو په حال کې دي، موږ هره ورځ کولای شو سل سنده طی مراحل کړو.»
نوموړي که څه هم د یاد مرکز مالي لګښت ته اشاره ونه کړه، خو زیاته یې کړه چې د پېژندپاڼو د وېش مرکز ټولې اسانتیاوې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري برابرې شوې دي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش یاد مرکز د پرانيستل کېدو هرکلی کوي.
د یاد ولایت یو اوسېدونکی محمدجاوید وايي، د دغه مرکز په فعالېدو به د برېښنایي پېژندپاڼو د اخیستلو لړۍ چټکه شي.
هغه له مسوولو بنسټونو هیله لري څو په ولسوالیو کې هم د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه فعال کړي.
د بادغیس یوه بل اوسېدونکي احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا یوه میاشت کېږي په دې هڅه کې دی څو برېښنايي تذکره واخلي.
هغه هم بادغیس د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش دویم مرکز فعالېدو ته خوښ دی او هیله څرګندوي چې د دویم مرکز په فعالېدو سره د خلکو ستونزې هوارې شي.
د یادولو ده، څه موده وړاندې د بادغیس ځینو اوسېدونکو له پژواک خبري اژانس سره په مرکو کې په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کړې وه.
Views: 9