ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات زنده‌جان کې زلزلې‌ځپلو ته د ۶۰ کورونو جوړولو چارې پیل شوې

د هرات زنده‌جان کې زلزلې‌ځپلو ته د ۶۰ کورونو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
19 Nov 2023 - 00:29
د هرات زنده‌جان کې زلزلې‌ځپلو ته د ۶۰ کورونو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
19 Nov 2023 - 00:29

[restrict paid=”true”]

هرات (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې د زلزلې‌ځپلو کورنيو لپاره د ٦٠ کورونو جوړولو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د لړم په ۲۷مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کورونو جوړولو چارو د پیل مراسمو کې د هرات والي، د صنايعو او کانونو خونې مسوولينو او یو شمېر ځایي چارواکو ګډون کړی و.

د هرات والي مولانا نوراحمد اسلامجار له زلزلې‌ځپلو سره د مرستې برخه کې د صنعتکارانو له همکارۍ د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې د تل په څېر د اسلامي نظام ترڅنګ خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د هېواد صنعتکارانو ډاډ ورکړ چې د زلزلې‌ځپلو هېوادوالو ستونزو د هواري او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو کې به تر خپل وس او توان پورې د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ وي.

خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې پر دغو کورونو څومره لګښت راځي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې د زلزلې‌ځپلو کورنیو لپاره د لسګونو کورونو جوړولو چارې پیل شوې وې.

د یادونې ده، شاوخوا دوه میاشتې مخکې په هرات ولایت کې د سختې زلزلې له امله شاوخوا څلور زره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

[/restrict]

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.