Pajhwok Afghan News

د کرکټ نړۍوال جام پای‌لوبه؛ جام به کومه لوبډله پورته کوي، اسټرالیا او که هند؟

اټلانټا (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام پای‌لوبه نن د هند او اسټرالیا ترمنځ د احمداباد په مشهور لوبغالي کې ترسره کېږي.

د نړۍوال جام پای‌لوبه نن (یکشنبه، د لړم ۲۸مه) د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته یوه بجه پیلېږي.

د کرکټ لوبې څارونکي او مبصرین وایي، په پای‌لوبه کې ټاس یا پچه مهم رول لري او هرې لوبډلې چې پچه وګټله نو لومړۍ به توپوهنه کوي او د ګټلو چانس به یې هم ډېر وي.
د هند لوبډلې مشر روهیت شرما پرون په احمداباد لوبغالي کې یوې خبري غونډې ته ویلي، لوبغاړي یې د پای‌لوبې لپاره چمتو دي.

هغه زیاته کړې، له هرې لوبې مخکې لوبغاړي ارام او چمتو وي او په پای‌لوبې کې هم په همدغه مورال لوبغالي ته ورځي.

نوموړی وایي: «پوهېږو چې بېرون چاپېریال څه ډول دی، هیلې، فشار، انتقاد او نور ډېر څه، نو مهمه ده چې خپلو وړتیاوو ته دوام ورکړو او دا هغه څه دي چې د یوه ټیم په توګه به یې وکړو.»

د احمداباد د نریندرا مودي لوبغالی چې د هند په کچه یو له سترو لوبغالو دی، اټکل کېږي چې تر ۱۳۰ زره پورې نندارچیان د پای‌لوبې نندارې ته ورشي.

د اسټرالیا لوبډلې مشر پیټ کمینز هم په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په لوبغالي کې د دومره ډېرو کسانو شتون یوه ستونزه ده.

د هغه په وینا، په لوبغالي کې به ډېری نندارچیان د هند پلوي کوي خو ترڅنګ یې دا هم وویل چې تر ټولو ډېره خوښي په همدې کې ده چې د خلکو دومره ډېر شمېر یو دم غلي شي.

کمینز وویل: «باید د پای‌لوبې هره برخه درک کړو؛ هلته به شور او د خلکو لېوالتیا ډېره وي خو باید پرې نه ښودل شي چې دا ډول حالت په تاسو اغېز وکړي.»

هند په دغه نړۍوال جام کې تر اوسه لس پرله‌پسې لوبې ګټلې او پای‌لوبې ته یې لاره پیدا کړې ده، خو اسټرالیا د نړۍوال جام پیل په دوو ماتو سره کړی و، خو په وروستیو لوبو کې یې له ځانه ښه وړتیا وښوده او په شپږو بریاوو سره نیمه پای‌لوبې ته ولاړ او هلته یې سوېلي افریقا ته هم ماتې ورکړه.

د یادونې ده، اسټرالیا تر اوسه پنځه ځلې د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جامونه ګټلي او هند یوازې دوه ځلې ګټلي دي.

اسټرالیا د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې نړۍوال جام ګټلی و او هند په ۲۰۱۱ کال کې اتلولي خپله کړې وه خو تېر ځل انګلیستان د نړۍوال جام اتلولي ګټلې وه، دغه ځل یې یوازې درې لوبې وګټلې او له نړۍوال جامه بهر شو.

د کرکټ مبصرین وایي چې هند د کوربه هېواد په توګه او دا چې په میدان کې په ټول مینه‌وال د دوی وي، د لوبو د ګټلو چانس یې ډېر دی.

افغان ژورنالېست جعفر هاند په دې اړه وایي، قراینو, دغه نړۍوال جام کې بریاوو، د لوبغاړو روحیې، ښو لوبو، د ګټې جذبو او د مینه‌والو ملاتړ او نورو اړخونو ته په کتو فاینل کې د هند د ګټې چانس زیات  ښکاري.

خو هغه زیاته کړې، همدغه نړۍوال جام کې ثابته شوه چې په کرکټ کې هره وړاندوینه معکوسه ثابتېدای شي.

د پاکستان پخوانی لوبغاړی محمد عامر هم وایي چې د هند چانس ځکه ډېر دی چې تر اوسه یې ټولې لوبې ګټلې او په لوړ مورال سره میدان ته ښکته کېږي.

Views: 66

Exit mobile version