Pajhwok Afghan News

بست لوبډلې د غازي امان‌الله خان يو ورځنيو سياليو اتلولي خپله کړه

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د ځوانو استعدادونو د ودې په موخه په ننګرهار کې د غازي امان‌الله خان يو ورځنيو سياليو ټورنمنټ د بست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ دا یوه ورځنۍ سیالۍ درې اونۍ مخکې د ننګرهار په غازي امان‌الله خان لوبغالي کې پیل شوې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په دې سیالیو کې د امو، بست، بند امیر، سپین‌غر او مس عینک لوبډلو برخه اخیستې وه او هرې لوبډلې له بلې سره دوه – دوه لوبې ترسره کړې.

سرچینې زیاته کړې چې د لومړي پړاو سیالیو په پای کې امو او بست لوبډلو له لسو د پنځو – پنځو لوبو په ګټلو سره لومړی او دویم مقامونه خپل کړل او پای‌لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

دغه راز بند امیر د څلورو لوبو په ګټلو سره درېیم، سپین‌غر د درېیو لوبو په ګټلو سره څلورم او مس عینک هم د درېیو لوبو په ګټلو سره پنځم مقام خپل کړل.

په پای‌لوبه کې نن لومړی د بست لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۴۵ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۶ منډې جوړې کړې او امو زون ته یې د ۳۳۷ منډې هدف وټاکه.

په دې لوبه کې بست زون لپاره دروېش رسولي ۱۲۲ او بلال‌احمد ترین ۸۸ منډې وکړې.

په مقابل کې د امو لوبډلې په ۳۹ام اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۲۰۷ منډې وکړې او د ۱۲۹ منډو په توپير يې دغه لوبه وبايلله.

Views: 26

Exit mobile version