Pajhwok Afghan News

مجاهد: له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړیږي

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د ا.ا ویاند وایي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د اوبو او برېښنا وزارتونو د پرېکړې له مخې، له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټولو ولایتونو په هره ولسوالۍ کې د اوبو ګرځولو په موخه کوچني او یا هم متوسط د اوبو بندونه جوړیږي.

هغه وویل: «د اوبو سطحه ډېره ټيټه شوې ده؛ ځمکه ډېره وچه شوې ده او په هېواد کې له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د کرنې وزارت مشوره همدا وه چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو یو، یو بند جوړ شي څو اوبه ذخیره کړي.»

پژواک خبري اژانس د روان کال په چنګاښ میاشت کې یو راپور خپور کړ چې د تودوخې درجې لوړېدل، پرله‌پسې وچکالي، په منځنۍ کچه د ځمکې لاندې اوبو ۱۱ متره ټیټېدل، غیرموسمي بارانونه او د سېلابونونو راوتل په افغانستان کې د خلکو بېځایه کېدو، مالدارۍ کمېدو او د زرګونه هکټاره کرنیزې ځمکې د له‌ منځه تلو لامل ګرځېدلي دي.

کارپوهانو ویلي وو چې د یادو ستونزو هواري لپاره باید د نورو اقداماتو ترڅنګ د هېواد اوبه هم مدیریت شي او که دغه کار ونه شي نو خلک د اوبو کمښت له ناورین سره مخ کېږي؛ خو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د اوبو د مدیریت او یادې ستونزې د هواري لپاره هڅې روانې دي.

Views: 64

Exit mobile version