کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د ا.ا امارت ویاند وایي، د پاکستان له لوري پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده را ایستل شوي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد دغه څرګندونې تېره ورځ اسوشیتید پرېس خبري اژانس ته کړې دي.
هغه ویلي چې ډېر شمېر افغان ګډوال د تورخم او سپینبولدک له لارو افغانستان ته را استول شوي دي.
د پاکستان حکومت ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه ټول هغه کډوال له خپل هېواده وباسي چې د کډوالۍ اسناد نه لري، خو راپورونه ښیي چې یو شمېر اسنادلرونکي افغان کډوال یې هم نیولي او ایستلي دي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت له تېرو څه باندې شلو ورځو راهیسې په جبري ډول له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی؛ د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جانمحمد اڅکزي درې ورځې مخکې ویلي وو، له پاکستانه د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به د اسنادلرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون او ځینو نورو سرچینو د پاکستان له لنډمهاله حکومته غوښتي چې په زور د افغان کډوالو ایستل ودروي.
Views: 41