ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو ۵۵۰ محصلین فارغ شول

د غزني پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو ۵۵۰ محصلین فارغ شول

غزني ښار (پژواک، د لیندۍ لومړۍ ۱۴۰۲): د غزني له پنځو پوهنځیو څخه شاوخوا ۵۵۰ محصلین فارغین شول او دغه نوي فارغین له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

د غزني پوهنتون علمي مرستیال عبدالبصیر حنفي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه ۵۵۰ محصلین له شرعیاتو، اقتصاد، ښووني او روزني، کرني او ادبیاتو له پوهنځيو څخه فارغ شوي دي.

د فارغ شویو له ډلي یو تن نقیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت دې فارغ شویو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي ترڅو خلکو ته خدمت وکړي.

یو بل فارغ شوی محصل فارق محمد شفیق وایي: «که څه هم خوښ یم، خو خپلې راتلونکې ته اندیښمن یم ځکه چې اوس به مې ژوند بې برخلیکه او بې دندې په کور تیر شي، له حکومت څخه غواړو چې د کار زمینه راته برابره کړي تر څو په خپل مسلک کې خدمت وکړو، نه داسې چې له وطنه ووځو.»

د غزني پوهنتون په ۱۳۸۷هـ ش کال کې تاسیس شو، پنځه پوهنځي لري او نن ترې د دولسم ځل لپاره محصلین فارغ شول.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.