ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسرائیل او حماس په څلور ورځني اوربند سلا شول

اسرائیل او حماس په څلور ورځني اوربند سلا شول

author avatar
22 Nov 2023 - 15:37
اسرائیل او حماس په څلور ورځني اوربند سلا شول
author avatar
22 Nov 2023 - 15:37

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د اسرائیلو دولت اعلان کړی چې له حماس سره په څلور ورځني اوربند او د برمته شوو په خوشي کولو سلا شوی دی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په لومړي پړاو کې په څلورو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ برمته شوي کسان خوشي کېږي او په دې موده کې به بریدونه نه کېږي.

د اسرائیلو حکومت ډاډ ورکړی چې خپلو کورونو ته د ټولو برمته شوو کسانو ستنولو ته ژمن دی، خو زیاته کړې یې ده چې د دغه هېواد دولت، دفاع وزارت او امنیتي ځواکونه به تر هغه خپلې جګړې ته دوام ورکړي، څو یې چې ټول برمته شوي کسان نه وي خوشي شوي او له غزې څخه یې د ګواښ له نه پېښېدو پوره ډاډ نه وي ترلاسه کړی.‎

حماس هم اعلان کړی چې په یادو څلورو ورځو کې د هوکړې له مخې ۱۵۰ فلسطینیان هم د اسرائیلو له زندانونو ازادیږي او سلګونه په بشري مرستو، طبي تجهیز او سون توکو بار موټرو ته به غزې ته د تلو اجازه ورکړل شي.

ویل شوي چې دغه هوکړه د قطر په منځګړیتوب شوې ده.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونه له امله تر دې دمه ۱۳ زره فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.