Pajhwok Afghan News

څه باندې درې سوه نور افغان کډوال له پاکستانه کاناډا ته ولېږدول شول

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې دغه هېواد ته یې په یوه چارټر الوتنه کې له پاکستانه ۳۱۶ نور افغان کډوال لېږدولي دي.

یادې ادارې پرون ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه کډوال د یاد هېواد د کلګري، همیلټون او سنټ‌کاټرینز ښارونو په ۳۶ سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم له پاکستانه د کاناډا کلګري ښار ته د چارټر الوتنې له لارې ۳۲۵ افغانان لېږدول شوي وو.

د کاناډا دولت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د اسلامي امارت بیاځلي واکمنېدو سره اعلان وکړ چې دغه هېواد د افغانستان ۴۰ زره اوسېدونکي د کډوالو په توګه مني.

په دوو تېرو کلونو کې کاناډا ډېر افغان کډوال د چارټر الوتنو له لارې له پاکستان، تاجکستان او عربي متحده امارتو دغه هېواد ته لېږدولي دي.

Views: 32

Exit mobile version