هرات (پژواک، ٢ لېندۍ ۱۴۰۲): هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې ناپېژانده وسلهوالو د اهل تشیع دوه دیني عالمان په ډزو وژلي دي.
د هرات ښار د جبرئيل سیمې یوه اوسېدونکي وحیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې ناپېژانده وسلهوالو د هرات ښار لوېدیځ ته د جبرئیل ښارګوټي کې د شیخ رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي په نومونو دوه دیني عالمان په ډزو وژلي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د دغه ولایت د مسوولینو نظر واخلو خو له پرلهپسې هڅو وروسته بریالي نه شوو.
جبرئیل ښارګوټی په هرات ښار کې هغه ښارګوټی دی چې تر دېره شیعهګان په کې اوسېږي.
Views: 83