Pajhwok Afghan News

روغتيايي کمېټه: تورخم کې د ساري ناروغيو د مخنيوي برخې ته ځانګړې پاملرنه شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون اړوند د روغتيايي کمېټې مسوولین وايي، له پاکستانه د کډوالو راستنېدو د بهير له پراخوالي سره د ساري ناروغيو د انتقال اندېښنې موجودې وې، خو دوی دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د مسوولينو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د نږدې څلور زره هغو کسانو درملنه شوې چې د شري، ډينګي ويروس، پوستکي او ځينو نورو ساري ناروغيو شک پرې شوی و.

د دغو ناروغيو د مخنيوي په موخه ناروغانو ته درمل او روغتيایي کېټونه ورکول کېږي او لارښوونې ورته کېږي او ترڅنګ يې ورته د واش (حفظ‌الصحې) برنامه هم تطبيق شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت د پلان او برنامو رييس او په تورخم کې د روغتيا کمېټې مسوول ډاکټر عبدالستار صحت وايي، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر له ډېرېدو او دلته د روغتيايي خدمتونو له پيله تر اوسه له شپېتو زرو د ډېرو ناروغانو درملنه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو ناروغانو کې ۳۲ د شري ناروغۍ، ۶۰ د ډينګي ويروس او ۳۶۱۵ د پوستکي ناروغۍ مشکوکې پېښې شاملې دي چې ډېرې ناروغان يې ښځې او ماشومان دي.

هغه زياتوي، د راستنېدونکو افغانانو له زياتوالي سره د ساري ناروغيو د رالېږد اندېښنې ډېرې شوې وې، خو د دوی پر وخت اقدام د دغو ناروغيو د انتقال مخه تر ډېره نيولې ده.

هغه زياته کړه: «خالي دغه جلدي ناروغۍ ډېره وه چې حفظ الصحه مو په کمپ کې مراعات کړه او خدمات مو ورته وړاندې کړل چې دا هم تر ډېره کنټرول شوې ده.»

د روغتيايي کمېټې د مشر په وينا اوسمهال په تورخم کې ۱۲ روغتيایي ټیمونه کار کوي او پر دې سربېره يوه ګرځنده ولادت خونه او يو ګرځنده روغتيایي ټیم هم موجود دی چې ټولو کډوالو ته پر وخت روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

ډاکټر عبدالستار صحت دا هم وويل چې په لومړي سر کې په تورخم کې ۳۳ امبولانسونه وو چې روغتيايي خدمتونه يې وړاندې کول، خو اوس د اړتیا مطابق يوازې ۱۰ امبولانسونه پاتې شوي دي.

په تورخم کې کډوال که څه هم له روغتيايي خدمتونو خوښ دي، خو وايي، سړه هوا او پر لاره د امکاناتو کمښت تر ډېره ښځې او ماشومان په ناروغيو اخته کړي دي.

رحمت خان چې د پاکستان په پنجاب کې اوسېده او تازه وطن ته راستون شوی، په تورخم ښارګوټي کې يې د افغاني سرې مياشت ټولنې په يو روغتيايي مرکز د خپل ځان او ماشومانو درملنه وکړه.

هغه وایي، روغتيايي خدمتونه ډېر ښه روان دي، خو کډوال او په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان د راتګ پرمهال پر دغو ناروغيو ځکه اخته کېږي چې هوا سړه وي او امکانات کم وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار مسوولين وايي، تر اوسه د تورخم له لارې له ۵۵ زره ډېرې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې او ډېرې يې خپلو اصلي سيمو کې مېشتې شوې دي.

Views: 18

Exit mobile version