ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: له پاکستانه به د افغان کډوالو پانګه په خوندي ډول را انتقال شي

مجاهد: له پاکستانه به د افغان کډوالو پانګه په خوندي ډول را انتقال شي

author avatar
25 Nov 2023 - 15:19
مجاهد: له پاکستانه به د افغان کډوالو پانګه په خوندي ډول را انتقال شي
author avatar
25 Nov 2023 - 15:19

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند وایي چې له پاکستانه به د افغان کډوالو پانګه له کوم ضرر او تاوان پرته هېواد ته را انتقال شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي که افغان کډوال بېرته هېواد ته راځي نو سرمایه به یې له کوم ضرر او نقص پرته را انتقال شي.

هغه ویلي، اسلامي امارت یوه خاصه کمېټه هم جوړه کړې څو کوم راستانه شوي هېوادوال چې غواړي پانګونه وکړي او یا هم د دندې په لټه کې وي، ورسره د اسانتیاوو برابرولو کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۴۰۲ کال د لړم په ۱۱مه د پاکستان کورنیو چارو وزیر په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر سرداراحمد شکیب سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان کډوالو د نغدي پیسو او مالونو د انتقال لپاره به ډېر ژر یو میکانیزم جوړ شي.

د یادونې ده، د ا.ا امارت ویاند د لړم په ۳۰مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو، د پاکستان له لوري پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده را ایستل شوي دي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.