مزارشریف (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې دوه کسان له لسګونه بوتل شرابو او سلګونه «کا» ټابلېټونو سره یو ځای نیولي دي.
د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو هغه دوه د نشهیي توکو ماهر قاچاقبران ونیول چې په دغه ښار کې یې د نشهيي توکي پلورل.
د هغه په خبره، یاد دوه کسان د بلخ ولایت اوسیدونکي دي او نشهيي توکي یې په خپل کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو.
د وزیري په وینا له یادو نیول شوو کسانو ۲۶۰۰ کا ټابلېټونه، ۱۱۰ بوتله شراب، دوه د کا ټابلېت مکسر ماشینونه او یو کرولا ډوله موټر هم ترلاسه شوي دي.
Views: 439