Pajhwok Afghan News

په شپږو ولایتونو کې د صادراتي توکو د پروسس زونونه جوړیږي

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): شپږو ولایتونو کې د صادراتي توکو د پروسس زونونو طرحه تصویب شوې او په کابل کې د داسې زون جوړولو لپاره له فواید عامې وزارته صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د سل جریبه ځمکې لېږدولو چارې پیل شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د صادراتو او سوداګرۍ برخه کې د ملي معیارونو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د هېواد په شپږو ولایتونو (کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتیا) کې د صادراتي توکو د پروسس زونونو جوړولو طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا تایید شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه زونونه د صادراتو او سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، معیاري بسته‌بندۍ، د کورنیو تولیداتو معیاري کولو، د هېواد صادراتو ته د ودې او پراختیا ورکولو او خلکو ته د کارموندنې په موخه جوړېږي.

سرچینه زیاتوي چې  په هر زون کې به ۲۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

یاد وزارت لیکلي چې د کابل د صادراتو پروسس زون د ځمکې د انتقال چارې پیل شوې او په نورو زونونو کې هم د ځمکې د انتقال لپاره هڅې روانې دي.

د سرچینې څرګندونو له مخې، د فواید عامې له وزارته صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د کابل زون لپاره د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ تېره ورځ ګډه ناسته وشوه جې په کې د یادو دوو وزارتونو ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړونې او ماليې وزارتونو او د کابل ښاروالۍ استازو هم ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو مشر احسان الله فطرت ویلي چې د دغه زون جوړول د اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی او د نه شتون له امله یې افغانستان هر کال له شاوخوا څلور میلیارد ډالرو زیان سره مخ کېږي .

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې ناستې په پای کې د يادو ادارو استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقالېدونکې ځمکې ساحه له نږدې وکتله او ژمنه يې وکړه چې د صادراتو پروسس زون په جوړولو کې به پوره همکاري کوي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې یاده سیمه د کابل په کومه ساحه کې ده.

Views: 61

Exit mobile version