ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: هند کې د افغانستان سفارت به ژر بېرته خپل فعالیت پیل کړي

ستانکزی: هند کې د افغانستان سفارت به ژر بېرته خپل فعالیت پیل کړي

author avatar
29 Nov 2023 - 14:04
ستانکزی: هند کې د افغانستان سفارت به ژر بېرته خپل فعالیت پیل کړي
author avatar
29 Nov 2023 - 14:04

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): په هند کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي چې دغه سفارت د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دی او تر راتلونکو دوو یا درېیو ورځو بېرته خپل فعالیت پیلوي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د تېرې جمعې ورځ (د لېندۍ ۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې «له بده مرغه په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوري سفارت د دایمي تړل کېدو خبر ورکوي.»

اوس د افغانستان سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له ملي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې په هند کې د افغانستان سفارت له دغه وزارت سره اړیکه کې دی او په ممبیي او حیدراباد کې د افغانستان قونسلګرۍ فعالې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړې: «د نعیمي په نوم یو کس چې ډېپلومات و، اعلان یې کړی چې سفارت وتړل شو او خدمات نه وړاندې کېږي، یوه خلاف ادعا ده.»

د هغه په خبره، په ممبیي او حیدراباد کې افغان قونسلګرانو په نوي ډیلي سفارت پرانیستی او له تصفیې او حساب وروسته به په راتلونکو دوو تر درېیو ورځو کې به په دغه هېواد کې سفارت بېرته خپل فعالیت پیل کړي.

دغه خبرې ستانکزي داسې مهال کړې چې له دې مخکې په هند کې د افغانستان سفارت ویلي وو چې دې استازولۍ د هند د دولت له لوري د ملاتړ نه شتون‎، د امکاناتو نشتوالي او سرچینو کموالي له امله خپل فعالیت درولی دی.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.