ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ښار کې د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې

مزارشریف ښار کې د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې

author avatar
30 Nov 2023 - 15:32
مزارشریف ښار کې د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې
author avatar
30 Nov 2023 - 15:32

مزارشریف (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف لومړۍ او شپږمې ناحیې تر منځ د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک پخولو چارې پیل شوې.

د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي، دغه سړک د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د پنځه میاشتو په موده کې جوړېږي.

هغه زیاتوي، یاد سړک ۱۲۵۰ متره اوږدوالى، ۲۵ متره پلنوالی او ورسره د سړک دوو خواوو ته ویالې لري چې پر قیر کولو يې ۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د مزارشریف د ښاروال په وینا، دغه سړک د لومړۍ ناحیې امارت څلورلارې او د شپږمې ناحیې جمعه اڅک قرارګاه سره نښلوي.

په همدې حال کې د یادې سیمې اوسېدونکي د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د مزارشريف ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي محمدیاسین نیازي پژواک ته وويل، یاد سړک له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې ویجاړ و او د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ وو.

خو هغه وايي، اوس خوشحاله دی چې د یاد سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

د مزارشریف د ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال پام کې لري په دغه ښار کې ٢۰ پروژې پلې کړي چې د دغه سړک ‎پخول یې تر ټولو ستره پروژه ده.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.