ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نورو افغان محصلینو روزنې لپاره هم چمتووالی ښودلی

ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نورو افغان محصلینو روزنې لپاره هم چمتووالی ښودلی

author avatar
1 Dec 2023 - 11:10
ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نورو افغان محصلینو روزنې لپاره هم چمتووالی ښودلی
author avatar
1 Dec 2023 - 11:10

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نورو افغان محصلینو روزنې او په دې برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې عمومي رییس ملا بخت‌الرحمن شرافت د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له مرستیال قلو بکمیرات سره عشق‌آباد کې وکتل.

دوه ورځې مخکې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس په مشرۍ یوه پلاوي ترکمنستان ته سفر کړی دی.

سرچینې لیکلي چې دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ریلي همکاریو، د انتقالاتو پر زیاتېدو او اړوند موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر ملا بخت‌الرحمن شرافت په دې لیدنه کې ویلي: «ستاسې له هر اړخیزو همکاریو مننه کوم او تمه لرم چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ریلي همکارۍ یوازې تر اقینې او تورغونډۍ بندرونو محدودې نه شي، باید خپلو کې ګډ کار کولو ته لا ډېره پاملرنه وکړو او ګډه هڅه وکړو څو د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو انتقال پروسه کې موثره ونډه واخلو.»

هغه دغه راز ویلي، هغه محصلین چې د ترکمنستان له لوري د اوسپنې پټلۍ په برخه کې روزل شوي د اوسپنې پټلۍ په ساتنې او مراقبت، ګټه اخیستنې او پراختیا کې خورا مهم او موثره ونډه لري.

د ترکمنستان د اوسپنۍ پتلې ادارې مرستیال قلو بکمیرات د انتقالاتو ډېروالي لپاره چمتووالي ته په اشارې وویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو ډېروالی او د سوداګرۍ بیلانس مهم دی او هڅه کوي دا چاره په موثر ډول ترسره شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په ورته وخت کې بکمیرات د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نورو افغان محصلینو روزنې او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پراختیا کې د پانګونې لپاره هم چمتووالی وښود.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د اوسپنې پټلۍ ځیني کارکوونکي او محصلین د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تخنیکي زده‌کړو د لنډمهال او اوږدمهال پروګرامونو لپاره ترکمنستان ته تللي وو.

Views: 374

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.