Pajhwok Afghan News

هلمند کې د پنبې د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوه

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۴۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د لس ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.

دغه فابریکه د لښکرګاه ښار اړوند په بولان سیمه کې جوړه شوې ده.

د یادې فابریکې مسوول محمدګل نوریان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه فابریکه کې یې ۴۰ میلیون افغانۍ پانګونه کړې او په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۲۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه په خبره، دغه فابریکه په ساعت کې د لس ټنه دانه‌دارې پنبې د تولید وړتیا لري چې ترڅنګ یې غوړي، کنجاره او صابون هم تولیدوي.

د هلمند مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس هم په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې د دغه ولایت صنعت د ودې په حال کې دی او ډېرو سوداګرو د صنعت په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې ملي سوداګر وهڅوي څو په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي او خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال مولوي فضل‌احمد فضلي هم وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې ۷۰ بېلابېلې فابریکې فعالې شوې چې له دې ‌ډلې ۴۹ یې د پنبې د پروسس او تولید دي.

Views: 85

Exit mobile version