Pajhwok Afghan News

پاکستانه سمنګان ته یو شمېر راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي ‎

ایبک (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): سمنګان کې له پاکستانه په زور را ایستل شوي یو شمېر افغان کډوال له خپله راتګه خوښي څرګندوي، خو وايي چې تش لاس هېواد ته راستانه شوي او حکومت باید سرپناه او د کار زمینه ورته برابره کړي.

اصف چې په زور له پاکستانه ایستل شوی، وايي: «خپل ټول شته مو په پاکستان کې له لاسه ورکړل او په دې ساړه موسم کې هیڅ سرپناه نه لرو.»

هغه زیاته کړه چې ډېری راستانه شوي په سختۍ په کرایي او د خپلوانو په کورونو کې اوسېږي چې حکومت باید د دوی لپاره د سرپناه ‎او کاري زمینې‎ برابرولو برخو کې اقدام وکړي.‎

بل راستانه شوي علي‌جان پژواک ته وویل: «موږ له پاکستانه په زور را وایستل شوو او هیڅ شی مو له ځان سره رانه وړای شوای، اوس له خپلې کورنۍ سره په سختۍ شپې او ورځې تېروو.»

له پاکستانه بل را ایستل شوی جان‌محمد وايي: «خوښ یم چې له پاکستانه خپل وطن ته راغلو، دوی موږ ته پردي او دښمنان ویل او موږ د دې لپاره چې خپله شپه او ورځ تېر کړو، د دوی هر ډول ظلم مو ومانه او بلاخره اوس په خپل وطن کې یو، ډېر د ویاړ احساس کوو.»

هغه زیاته کړه، یو شمېر کډوالو تر ۲۰ کلونو ډېر وخت پاکستان کې تېر کړی او اوس تش لاس خپل وطن ته راغلي، حکومت باید د کار او اوسېدو ځای زمینه ورته برابره کړي.

خو د سمنګان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس قاري احمدخالد خاکسار پژواک ته وویل، کله چې اعلان وشو چې افغان کډوال په زور له پاکستانه ایستل کېږي، څه باندې ۲۰۰ کورنۍ سمنګان ته راغلې دي چې تر اوسه یې په ښه ډول ملاتړ شوی دی.

د هغه په خبره، په دغه ولایت کې له راستنو شوو کډوالو سره د مرستو په موخه د څو ادارو ګډې کمېټې خپل کار پیل کړی دی.

خاکسار وویل: «موږ په لومړيو چې هڅه وکړه چې دغه کډوال په مناسبو ځایونو کې ځای پر ځای کړو چې بلاخره د سیمه‌ییزو شوراګانو په مرسته مو وکولای شو دغه کډوال د څه مودې لپاره د خپلوانو په کورونو کې ځای پر ځای کړو.»

نوموړي څرګنده کړه چې کډوالو ته د سرپناه جوړولو برخه کې هڅې روانې دي او ژر به دغه ستونزه هواره شي.

د یادونې ده، پاکستان د روان میلادي کال د نوامبر له لومړۍ نېټې په زور له دغه هېواد د افغان کډوالو ایستل پیل کړي چې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.‎

Views: 16

Exit mobile version