ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ

مجاهد افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ

author avatar
2 Dec 2023 - 17:15
مجاهد افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ
author avatar
2 Dec 2023 - 17:15

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه کلنی راپور ښیي چې د القاعده ډلې عناصر، داعش او پر سیمه «متمرکزې ترهګرې ډلې» لا هم افغانستان کې فعالې دي، خو ا.ا دغه راپور ردوي او وایي، تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۲۰۲۲ کال په دغه راپور کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې د داعش-خراسان خاښ لا هم په افغانستان کې پر ولسي افغانانو، «طالبانو» او شیعه مذهبو، ترهګریز بریدونه کوي.

سرچینې لیکلي چې یادې ډلې تېر کال په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم بریدونه کړي دي.

په یاد راپور کې راغلي چې د هند نیمې لویې وچې لپاره د القاعده ډلې خاښ هم لا فعال دی، خو له افغانستانه پر امریکا د برید وس نه لري.

راپور کې زیاته شوې: «طالبان که څه هم ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو له لوري نه کارول کېږي، خو دا لا هم نامالومه ده چې هغوی [اسلامي امارت] د القاعده عناصرو، پاکستاني طالبانو او داعش-خراسان خاښ پر وړاندې د مبارزې وس لري او که نه.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد بیا دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې په تېرو دوو کلونو واکمنۍ کې د افغانستان له خاورې هیڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.