کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، ا.ا ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړۍواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او نړۍوال اړخونه باید د «وسلهوالو جنایتکارانو» د کنټرول په موخه د ا.ا له هڅو ملاتړ وکړي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کابل کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د خوندي امنيت او له نشهیي توکو سره د مبارزې برخو کې د کورنيو چارو وزارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې په دې تړاو یې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره کتلي او ټول پر دې باور دي چې له نشهیي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو درملنې په موخه دې په حرفوي زدهکړو سربېره کروندګرو ته د بدیل معیشت برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې هغې د راستنېدونکو افغان کډوالو مديريت برخه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه وکړه او زياته يې کړه چې نړۍواله ټولنه دغه بهير څاري او په وينا يې، حاکم نظام توانېدلی چې له رامنځتهکېدونکو پېښو سره بريالۍ مبارزه وکړي او ښه یې مدیریت کړي.
سرچینې د روزا اوتونبایوا له قوله لیکلي چې اسلامي امارت وکولای شول په دغه بهیر کې له نړۍوالې ټولنې سره هم ښه تعامل ثابت کړي.
سرچینه زیاتوي، د کورنيو چارو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې ویلي چې افغان حکومت راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتياوې جوړې کړي او د چارو ښه سمبالښت په موخه يې د بېلابېلو ادارو له کارکوونکو جوړو بېلابېلو کميټو ته دندې سپارلې او تر دې دمه د يادو کډوالو لاسنيوي او خپلو مېنو ته د لېږد برخو کې د پام وړ مرسته شوې او لا هم دوام لري.
حقاني ویلي، اسلامي امارت ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړۍواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او له ګاونډیانو سره یې د رښتيني او صادقانه چلند په موخه لازم ګامونه اوچت کړي دي.
هغه ټينګار کړی چې پخوانۍ ستونزې او نیمګړتياوې بايد په اسلامي امارت پورې ونه تړل شي او دغه راز د ګاونډيو هېوادونو کورني مسايل بايد بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځتهکېدو لامل نه شي.
دی زیاتوي: «نړۍوال اړخونه هم باید د وسلهوالو جنایتکارانو د کنټرول په موخه د اسلامي امارت له هڅو ملاتړ وکړي.»
د سرچینې معلوماتو له مخې، د دې ليدنې په پای کې حقاني د نړۍوالې ټولنې د سرمنشي له ځانګړې استازې په هېواد کې له نشهيي توکو سره د مبارزې، له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ او د روږدو درملنې په موخه د نړۍوالې ټولنې له همکارۍ مننه وکړه.
Views: 68